ط..البانو په پروان کي يو پخوانی پوځي نيولی

د پروان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د راسخ سيدخيلي په نوم د تېر جمهوري نظام يو پوځي چي تازه د ايران څخه افغانستان ته راغلی، ط..البانو په پروان ولايت کي نيولی او بندي کړی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی پوځي نهه مياشتي مخکي د ايران څخه افغانستان ته راغلی وو او غوښتل ئې چي واده وکړي؛ خو د ط..البانو له خوا نيول سوی دی. دغه پوځي په پروان کي تر څو ورځي زندان تېرولو وروسته ط..البانو د پلچرخي زندان ته انتقال کړی دئ.
د سرچينې په خبره چي دغه پخواني پوځي اصلي د پروان ولايت د سيد خېل ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
بايد وويل سي، چي ط..البانو هره ورځ د تېر نظام نظامي کسان او مامورين نيسي او شکنجه کوي ئې؛ خو د افغان شخصیتونو سره د ط..البانو د تماس کمېسیون مشر شهاب الدين دلاور وايي، چي ټول هغه کسان چي د افغانستان څخه بهر تللي کولای سي بېرته خپل هيواد ته راسي او ط..البان ورته د خونديتوب سندونه هم ورکوي.