د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست مسؤلين وايي، چي د دغه ولايت پريان ولسوالۍ کي ئې شاوخوا ۲۵۰ د زمردو کانونو تثیبت کړي دي.
د پنجشېر د ط..البانو د کانونو او پټروليم رئیس محمد قاسم اميري وايي، چي د دغه کانونو د استخراج لړۍ به ډېر ژر په قانوني ډول باندي پيل سي او په خبره ئې چي د دغو کانونو په استخراج سره به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته کار زمينه هم برابره سي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو واک ته د رسېدو سره سم په افغانستان کي د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستل خورا زیات سوي دي
ط..البانو په تېرو څلورو کلونو کي د افغانستان د بېلابېلو کانونو د اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هيوادونو په ګډون کورنیو شرکتونو ته هم ورکړي دي.