د ط..البانو تر واک لاندي سترې محکمي څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ په لغمان او پکتيا کښي د يوې ښځي په ګډون ۵ تنه په عام محضر کښي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي چي دغه کسان ئې د کور څخه د تېښتي، غلا او نامشروع اړيکو په تور وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان تر ۳۰ دورو پوري وهل سوي او د يوه کال څخه تر درې کلنو پوري د بند سزا ورکول سوې ده.