ط..البانو په پکتيا او کاپيسا کي دوه کسان په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کاپيسا کي ئې يو کس د غلا په تور په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلی او په دوه کاله تنفيذي بند ئې محکوم کړی دئ.
دغه راز د دغي محکمې څخه په يوې جلا خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ئې په پکتيا کي يوه ښځه د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلې ده.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ښځه ئې ۳۹ دورې په عام محضر کي وهلې ده