ط..البانو په کابل کي د شيعه ديني عالم مدرسه او دفتر تړلی

ط..البانو د کابل په دشت برچې سيمه کي د شيعه ديني عالم وعظ زاده ديني مدرسه او دفتر تړلی دئ.
وعظ زاده د خپل دفتر او مدرسې د تړل کېدو په اړه څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو پرته له کوم ثبوته د مدرسې څخه زده کوونکي او ښوونکي ايستلي او مدرسه او دفتر ئې ورته مهرلاک کړي دي.
هغه د ط..البانو دغه کړنه غندلې او په خبره ئې چي دغه د شيعه ګانو په وړاندي يو بې عدالتي ده.
د وعظ زاده په خبره چي ط..البانو ئې څلور کارکوونکي هم نيولي او بنديان کړي دي.
وعظ زاده د ط..البانو غوښتي چي ټول قومونه دي خپل غېږ کي ونيسي او يو ملي حکومت دي جوړ کړي نه د يوه قوم او ژبي حکومت.
باید وويل سي چي وعظ زده به هر ځل د ط..البانو پر سیاست نيوکي کولې او د ط..البانو څخه به ئې غوښتل چي نجونو ته دي د زده کړو اجازه ورکړي.