د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ ئې په کابل کي ۱۲ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې په عام محضر کي د ۱۰ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي.
د خبرپاڼي په حواله چي د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور نيول سوو کسانو ته ئې د اوو مياشتو څخه تر دوو کلنو پوري د تنفيذي بند سزا هم ورکړې.