ط..البانو په کابل کي ۲۵ کسان د نشه يي توکو د کاروبار په تور په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندی ستري محکمې په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په کابل کي ئې د شنبې په ورځ ۲۵ تنه د نشه يي توکو د کاروبار په تور په عام محضر کي د‌ خلګو د سترګو په وړاندی په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي دغو کسانو ته د الکولي مشروباتو، نشه‌يي ګولیو، چرسو او د ښيښې خرڅولو په تور سزا ورکول سوې ده.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې د ۱۰څخه تر ۳۹ دورو پوري وهلي او د‌ ۷ مياشتو څخه تر يوکال او شپږ مياشتو پوري ئې د تنفيذي بند‌ سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي چي د ط..البانو د‌ دغو محکمو سره نړۍوالو بشري سازمانونو مخالفت کړی او د ط..البانو څخه ئې غوښتي، چي د دغه ډول محکمو دي لاس واخلي.