د کندهار د ط..البانو د ښاروالۍ رياست وياند سيف الله عاصم د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي ئې ۷ بابه د تيلو پمپونه تر امر ثاني پوري تړلي دي.
د هغه په خبره چي دغه د تيلو پمپونه ئې ځکه تړلي دي، چي هغوی خراب تيل او د ټاکل سوي نرخ څخه په اضافه پيسو ئې خرڅول.
د عاصم په وينا چي دغه د تيلو پمپونه د کندهار ښاروالۍ او څو نور ادارو څخه د جوړي سوي کمېټې له خوا تر ارزوني وروسته تړل سوي.
د ط..البانو دغي ادارې د دغو پمپونو نومونه نه دي نشر کړي خو دومره ئې ويلي دي، چي ۷ بابه د تيلو پمپونه ئې تر امر ثاني پوري تړلي دي.
د عاصم په وينا چي د اوس له پاره په کندهار ښار کي د پټرولو له پاره ئې ۶۵ افغانۍ او د ډېزلو له پاره ئې ۶۶ افغانۍ نرخ ټاکلی خو که د د غه نرخ څخه تيلو خرڅوونکو سرغړونه وکړل قانوني چلند ورسره کېږي.
بايد وويل سي، چي کندهار ښاريانو ډېر وخت د تيلو د نرخونو د لوړېدو او د تيلو دټيټ کيفيت څخه په بار بار شکايت کړی او د اړوند برخي د مسؤلينو څخه ئې د مخنيوي او کنټرول غوښتنه کړې ده.