د کندهار ښار فیشن پلورونکو څراغ تلوېزیون ته خبر ورکړی چي ط.البان په کندهار کي د تجارتي مارکيټو مخ ته ناست وي،او د فیشن د توکو رانيولو له پاره څوک نه پرېږدي.
د دکاندارانو په خبره چي ط.البان هم ګیراکان نه ورپرېږدي او هم ګواښونه ورته کوي چي ستاسو کار غیر شرعي او ناروا دی او ډیر ژر به مو دکانونه دربند کړو.
دکاندارانو زیاته کړې چي د هري سيمي ط.البان په خپله خوښه پر خلګو قانونونه عملي کوي،د ښار په ځینو سيمو کي د فیشن توکي خرڅولو کارونه روان دي،خو په ځینو سیمو کي بیا بندیز پر لګېدلی دی.
د یادوني وړ ده چي کندهار ښاریان تر هر ولایت ډیر په سختو بندېزو کي ژوند تېروي،د ښاري خلګو په خبره چي هر کاروبار شروع کړي نو طالبان یې یا وربندوي او یا ډیري لوړي مالیې پر وضع کوي، چي د ط.البانو دغه کارو د کندهار ښاریانو ژوند د سختو مشکلاتو سره مخ کړی دی.