د کندهار د ط..البانو امنيتي مسؤلين وايي، چي د پنج شنبې په ورځ ئې د کندهار ښار د دريمي امنيتي حوزې د بای پاس په سيمه کي هغه وسلوال غل وژلی، چي د يوه تجار څخه ئې پيسې اخيستلې.
د ط..البانو په خبره چي دغه وسلوال غل يو تجار د صرافۍ د مارکيټ څخه تعقیب کړی وو، چي پيسې ورڅخه واخلي خو تجار ط..البانو ته خبر ورکړی وو، چي ط..البان ساحې ته ورغلي او ياد غل د ط..البانو سره د نښتي پر مهال وژل سوی دئ.
د هغوی په خبره چي د ياد غله سره يو ځای دوه میله توپنچې او یو عراده موټرسايکل هم نیول سوی دئ.
بايد وويل سي چي په دې وروستيو کي په کندهار د غلاو پېښي زياتي سوي دي، چي کندهار ښاريان ئې د ط..البانو څخه د کنټرول او مخنيوي غوښتنه کوي.