ط..البانو په ۹ ميليونه افغانيو په هرات کښي يو پل جوړ کړی

د هرات ولايت مقام څخه د شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، دي چي په دغه ولايت کښي د چوک فرهنګ په سيمه کښي د ۹ ميليونه افغانيو په ارزښت ئې يو هوايي پل جوړ او ګټې اخېستني ته ئې سپارلی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه پل ئې د هرات د ښاريانو د هوسايني له پاره جوړ کړی او په خبره ئې چي د رش پرمهال به د هرات ښاريان په هوسا ډول کولای سي، چي پر دغه پله باندي پياده تګ راتګ وکړي.
د يادوني وړ ده، چي دغه لومړی هوايي پل دئ، چي د پياده تګ له پاره هرات کښي جوړ سوی.