ط..البانو کابل کي شپږ تنه محصلان د ناسمي عقيدي د ترويج په تور نيولي

د ط..البانو د امرب..المعروف وزارت وياند سيف اسلام خيبر وايي چي د کابل پوهنتون شپږ تنه محصلان د الحاد له انحرافي فکر څخه اغېزمن سوي وو او غوښتل ئې چي دغه فکر په نورو کي عام کړي، چي د ط..البانو له خوا نيول سوي.
د هغه په وينا چي هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چي د اسلامي شريعت خلاف کړنه تر سره کړي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي چي هر څوک د ط..البانو د پاليسۍ خلاف خپل ږغ پورته کړي، هغوی ئې په يوه او بله بهانه نيسي او زنداني ته ئې اچوي.