ط..البان : امريکا دي د دوحې تړون ته ژمن پاته سي

ط.‌.البانو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څرګندونو په اړه، چي غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته امريکا تر لاسه کړي، درې ورځي وروسته غبرګون ښودلی.
د ط.. البانو وياند ذبيح الله م.جاهد په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي ط..البان د شرعي اصولو په رڼا کي د ټولو هيوادونو سره په اقتصادي او سياسي برخه کي غواړي مثبتي اړيکي جوړي کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د ط..البانو له پاره تر ټولو مهم د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ده او دفاع به ورڅخه کوي.
خبرپاڼه کي ليکل سوي، چي امريکا دي د دوحې تړون ته ژمن پاته سي.
خبرپاڼه کي ويل سوي چي امريکا ژمنه کړې،چي د افغانستان په کورنيو چارو کي به لاسوهنه نه کوي او د افغانستان په اړه به د سياسي ګواښ څخه هم کار نه اخلي؛ نو په دې اساس دي امريکا خپلو وعدو ته ژمن پاته سي.
د يادوني وړ ده چي د ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي په ښکاره ډول د بګرام د هوايي اډې په اړه هيڅ هم نه دي ليکل سوي.