ط..البان: تېره ورځ تر ۸ زره زيات افغان کډوال د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي

ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ د پاکستان څخه ۸۶۴۲ افغان کډوال د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال د کندهار د سپين بولدک او د ننګرهار د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چی د ط..البانو او پاکستان د اړيکو د خرابولي له امله د پاکستان دولت د افغان کډوالو د نيولو او ايستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه شړي