د ط..البانو تر واک لاندي رسنيو خبر ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ ۲۶۰۴ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د رسنيو د راپورونو د مخي چي ۵۳ کورنۍ د تورخم او ۴۵ کورنۍ د سپین بولدک د لاري د پاکستان څخه کندهار ته راغلي دي او همدارنګه ۴۹۶ کورنۍ د ابريشم پُل د لاري او ۲۰۱۰ کورنۍ د اسلام کلا د لاري د ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، چي د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پوري د ایران څخه د ۱.۴ میلیونه ډېر افغان کډوال ايستل سوي او خپل هيواد ته راغلي دي.