د ط..البانو د عدلیې وزارت اعلان کړی، چي په تېره یوه میاشت کښي ئې د کابل ښار په اوو خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې د غیرقانوني فعالیتونو له امله د دغو ادارو دفترونه مهرولاک کړي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼي له مخي، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلي په ثور میاشت کښي د کابل ښار په ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو نظارت کړی او له دې ډلي ئې د ۷ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې فعالیتونه د ناقانونه فعاليت له امله تړلې ده.
طالبانو ویلي، چې خیریه بنسټونه او اتحادیې باید د دوی د اصولو او پالیسیو سره سم فعالیت وکړي.