ط..البان خپلو م.جاهدينو ته: ټول بايد خپل کورونه د پاکستان څخه افغانستان ته راوړئ

د ط..البانو امنيتي او تصفيوي کمېسون د ط..البانو ټولو ادارو ته يو مکتوب لېږلی او د ط..البانو د ټولو هغو نظامي کسانو څخه ئې غوښتنه کړي، چي کورونه ئې د افغانستان څخه بهر دي، چي خپل کورونه افغانستان ته راوړي.
د ط..البانو د امنيتي تصفيوي کمېسون د ياد مکتوب يوه کاپي څراغ تلوېزيون هم ترلاسه کړې ده، چي په کښي ليکل سوي دي: (( د امنيتي او تصفيوي کمېسون د پرېکړي په اساس هغه افغان م.جاهدين چي په تېره شل کلنه جګړه کي ئې برخه اخيستي ده او اوس ئې هم کورونه د افغانستان څخه بهر دي او د ط..البانو په ډله کي شامل دي، هغه که لوړ رتبه دي او که د کښته رتبه خبر ورکول کېږي، چي د دوو مياشتو په جريان کي خپل کورنۍ او د فاميل غړي افغانستان ته راولي.))
دغه راز د ياد مکتوب په بله برخه کي بيا ويل سوي، چي که هر چا د دغه امر څخه سرغړونه وکړل د دندي څخه منفکېږي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د يو شمېر لوړ رتبه مشرانو کورونه اوس هم په پاکستان کي دي او په مياشت کي څو ځله د افغانستان په نظامي موټرانو کي پاکستان ته تګ راتګ کوي