د ط..البانو تر واک لاندي د افغانستان بانک په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي دغه بانک سبا د پنج شنبې په ورځ باندي ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر د ليلام په ډول بازار ته وړاندي کوي.
د ياد بانک د مسؤلينو په وينا چي دغه اندازه امريکايي ډالر د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په خاطر لیلام ته وړاندي کوي. دغي ادارې پر شرایطو برابرو صرافانو او بانکونو ږغ کړی، چي په دغه داوطلبۍ کي ګډون وکړي او خپل اړوند حسابونه دي د لیلام تر ورځي پوري تصفيه کړي
بايد وويل سي چي د ط..البانو د افغانستان بانک اداره دغه امريکايي ډالر پر داسي مهال داوطلبۍ ته وړاندي کوي، چي اوس مهال د افغانستان د پيسو په بازار کي یو امریکايي ډالر په ۷۰،۸۰ افغانۍ تبادله کېږي.