ط..البان د خپل مشر فرمانونه په کندهار ښار کښي پر ديوالونو ليکي

د ط..البان د‌ کندهار ولايت مقام څخه په خپره سوې اعلاميه کښي ويل سوي دي، چي د خلګو د عامه پوهاوي په موخه د خپل مشر م.لا هيب..ت الله فرمانونه او ويناوي د کندهار ښار په بېلابېلو ځايونو کښي پر ديوالونو باندي ليکي.
د ط..البانو د کندهار د والي دفتر زیاته کړې ده، چي دا اقدام نه یوازي د ښار بڼه ښکلي کوي، بلکي اصلي موخه ئې دا ده چي د هيواد ټول وګړي د م.لا هیب..ت‌الله له فرامینو څخه خبر سي او په خپل ورځني ژوند کښي ئې عملي کړي.