ط..البان د يوناما د وروستي راپور په اړه د يوناما څخه وضاحت غواړي

د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت افغانستان ته د تازه راغلو افغان کډوالو د شکنجه کولو او وهلو اړوند د يوناما د وروستي راپور په اړه د يوناما د استازي څخه وضاحت غواړي، هغوی د يوناما ترتیب سوی راپور د حقيقت سره په ټکر کي بللی دئ.
د ط..البانو تر واک لاندي د بهرنيو چارو وزارت وياند ضياء احمد تکل وايي چي د ايران، پاکستان، ترکيې او يو شمېر نورو هيوادونو څخه په زرګونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي؛ خو يوناما يوازي د څو محدودو کسانو سره مرکې کړي او د هغوی قضيې ئې په خپل راپور کي راخيستي دي.
هغه وايي چي د يوناما د دغه راپور د ارزولو له پاره ئې د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت په مشرۍ، د امر ب.المعروف، کورنيو چارو وزارتونو او د استخباراتو د لوی رياست څخه ئې يو کمېسون جوړ کړی.
هغه وايي چي د دغه کمېسون تر ارزوني وروسته که د يوناما راپور حقیقي ثابت نه سي نو ط..البان به د يوناما څخه په ياده برخه کي سپيناوی وغواړي.
بايد وويل سي، چي يوناما په خپل وروستي راپور کي ليکلي و، چي د ايران او پاکستان څخه تازه يو شمېر راغلي افغان کډوال په افغانستان کي د ط..البانو له خوا نيول سوي، شکنجه سوي او تهديد سوي دي.