د ط..البان د ارشاد حج او اوقافو وزارت وزیر نورمحمد ثاقب د سې شنبې په ورځ په کابل کي د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ويلي، چي سږکال د حج په مراسمو کي اته ميليارده او ۱۶۳ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دئ.
د هغه په خبره چي سږکال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د حج د مراسمو له پاره سعودي عربستان ته تللي وو. هغه دغه راز ويل چي د حج د مراسيمو څخه پاته سوي پیسې به بېرته افغان حاجيانو ته ورکړي.
د طالبانو په وینا، چي د هر حاجي شاوخوا څلور زره افغانۍ د دوی سره پاته سوي دي او ډېر ژر به ئې بېرته پر افغان حاجيانو تقسیم کړي