ط..البان: هغه کوچنيانو ته چي قانوني سرپرست نه لري پاسپورټ نه ورکو

د ط..البانو تر واک لاندي د پاسپورټ رياست د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تر دې وروسته هغه کوچنيانو ته چي قانوني سرپرست ونه لري پاسپورټ نه ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه راز هغه کسانانو ته چي د افغانستان څخه د وتلو اجازه نه لري او يا هم د ط..البانو له خوا مجرم پېژندل سوي دي نور پاسپورټ نه ورکول کېږي.
سربېره پر دې، ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي ليکلي، چي هغو کسانو ته چي د بیف او بایومتریک سیسټمونو له لاري د دوی د نه وتلو حالت تثبیت سوی وي، د پاسپورت اخیستلو حق نه لري