په تهران کښي د ط..البانو سفارت اعلان کړی دئ، چي د افغان کډوالي کبرا رضايي د وژني موضوع په جدي ډول تعقيبوي.
دا سفارت د پنج شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چي د دې موضوع په اړه ئې رسماً د ایران د بهرنیو چارو وزارت سره خبري کړي دي.
د ط..البانو سفارت د ایران د عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتنه کړې ده چي «د دې جنایت عامل باید ژر تر ژره د مليت، ژبي او نژاد په پام کښي نیولو پرته د قانون منګولو ته وسپارل سي او سزا ورکول سي».
بايد وويل سي، چي کبرا رضايي افغان کډواله وه، چي د ايران په تهران ښار کښي نامعلومه کسانو ټوټه کړې او وژلې وه.