ط..البان وايي د پاکستان او سپين بولدک لاره به د لوی اختر دوې ورځي بنده وي

د ط..البانو د سرحدی ځواکونو لوي ریاست ویاند عابدالله فاروقي وايي، چي د سپین بولدک ځمکني بندر دروازه به د لوي اختر په لومړیو دوو ورځو ( اختر اوله او دوهمه) کښي د مسافرینو پر مخ تړل کیږي له دې امله دي مسافرین په دغه ورځو کښي په یاده لاره له سفر څخه ډډه وکړي.
نوموړی‌‌ دغه راز زياتوي، چي د اختر دريمه او څلورمه ورځ به د دوولسو بجو څخه تر درو بجو پوري به د‌مسافرو پر مخ خلاصه وي.