ط..البان وايي په بغلان کي ئې د قیمتي ډبرو ۴۰ نور کانونه موندلي

د ط..البانو د بغلان ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس عبادالله معاذ وايي، چي په دې ولایت کي د سرو زرو، سرب، جست او نورو قیمتي ډبرو ۴۰ کانونه موندل سوي دي.
نوموړی زیاتوي چي د دوشي ولسوالۍ د قرزغن د سرو زرو کان په ګډون، ځیني کانونه لا هم د ستخراج په حال کي دي.
د یادونې وړ ده چي بغلان له طبیعي سرچینو بډایه ولایت بلل کېږي او تازه موندنې ښيي چي هلته د سرو زرو ترڅنګ، سرب، جست او نوري قیمتي ډبرې هم سته