د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو اداره وايي چي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې شاوخوا یو میلیون او شپږ شپېته زره کسانو ته برېښنایي تذکرې وېشلي دي.
د دغي ادارې د معلوماتو له مخي، تر ټولو ډېري تذکرې ئې خلکو ته په کابل کي وېشلي دي، چي شمېر ئې له ۳۰۷ زرو اوړي.
له کابل وروسته، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ هغه ولایتونه دي چي خلګو ته په کښي ډېري برېښنایي تذکرې ويشل سوي دي.
د يادي ادارې په وينا، له هغه مهاله چې د تذکرو د وېش لړۍ پیل سوې، تر اوسه له ۱۶ میلیونو زیاتو افغانان برېښنایي تذکرې تر لاسه کړي دي