ط..البان وايي په کابل کي ئې د داع.ش ډلي يو غړی نيولی

د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ماخستن ئې د کابل ولايت د بګرام ولسوالۍ په باريک اب ولسوالۍ کي ئې د داع.ش ډلي پر يوه پټنځای باندي عمليات کړي، چي پرمهال ئې د يادي ډلي يو غړی ژوندی نيول سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ياد کس سره يو ځای ئې يوه عراده موټر او د درې توغندۍ هم نيولي.
خبرپاڼه زياتوي، چي داع.ش ډلي پلان درلودی، چي د ط..البانو د ازادۍ په ورځ بريد تر سره کړي.
بايد وويل سي، چي پاکستان او يو شمېر نورو هيوادونو ويلي وو، چي په افغانستان کي د داع.ش وسله والي ډلي فعاليت لري، خو ط..البانو ئې دغه ادعاوي رد کړي وې؛ خو اوس ط..البانو خپله منلې چي د داع.ش ډلي پر يوه ګروپ ئې عمليات کړي.