ط..البان وايي چي په کندهار کښي د ۷۹۰ راسه پسونو د قاچاق مخه نيولې

د کندهار د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلينو خبر ورکړی، چي د دغه ولایت په سپین بولدک او رېګستان ولسوالیو کښي د ۷۹۰ راسه پسونو د قاچاق مخه نیولې ده. د کندهار د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند محمد حنیف حقمل وايي، چي دا پسونه له دغو ولسوالیو څخه پاکستان ته قاچاق کېدل. د هغه په وينا چي ۴۰۰ ئې په سپین بولدک او ۳۹۰ راسه پسونه ئې د رېګستان ولسوالۍ د ریګ ایګریزي په سیمه کښي نیولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *