ط..البان په خاش ولسوالۍ کي د ولسي خلګو د نيولو لړۍ پيل کړې

د بدخشان څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په خاش ولسوالۍ کي ط..البان ولسي خلګ د ط..البانو پر ضد په لاريون کي د ګډون په تور نيسي او سزا ورکوي.
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کي لاریونونه وروسته له هغه پيل سوه، چي ط..البانو غوښتل د کوکنارو کښت له منځه يو سي خو د سيمي خلګو د غبرګون سره مخامخ سوه.
د سيمي خلګو د ط..البانو د دغه اقدام په وړاندي باندي لاريون وکړ، چي ط..البانو پر ولسي خلګو باندي ټکان وکړه، چي پر مهال ئې ۱۵ ولسي خلګ وژل سوي او ۶۰ نور ټپيان سوه.
د خاش اوسېدونکو تازه څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البان اوس په دغه ولسوالۍ کي ولسي خلګ د لاريون په تور نيسي او زندان ته ئې اچوي. د هغوی په خبره چي د دغي ولسوالۍ بازار ط..البانو د دغي سيمي د خلګو پر مخ تړلی دئ.
هغوی دغه راز وايي چي ط..البانو د دغي ولسوالۍ ۳۷ اوسېدونکي نيولي، چي ډېری ئې د کلي مشران او هغه خلګ دي، چي د ط..البانو پر ضد لاریونونو کي ئې برخه اخیستې وه او خپل ږغ ئې پورته کړی وو.