د کابل د دشت برچې د سيمي اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البان په دغه سيمه کي ځوانان تلاښي کوي او د جيب موبايلونه ئې د کنټرول په موخه ګوري.
د ط..البانو له خوا د دشت برچې د سيمي د اوسېدونکو د موبایلونو د کتلو او کنټرول اصلي لامل تراوسه پوري معلوم نه دئ؛ خو دوې ورځي وړاندي په همدې سيمه کي د ط..البانو د امرب.المعروف له خوا لسګونه ښځي په دې موخه نيول سوي، چي محرم نه لري او حجاب ئې اسلامي نه وو.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د مشر م.لا هبت الله د امر له مخي هېڅوک نه سي کولای، چي د چا د جيب موبايل وګوري او هغه ئې د ولس شخصي حريم بللی؛ خو ط..البان د خپل رهبر د امر خلاف دغه کړنه تر سره کوي.