د کابل د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کابل کي ئې د وسله والو غلو هغه ډله نيولې، چي په بېلابېلو ولایتونو کي ئې تر ۱۰۰ عرادي زيات موټران غلا کړي وو.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د غلو دغه وسله واله ډله ئې د کابل ښار د ۱۵ ناحيې په مربوطاتو کي نيولې ده.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي د دغه غلو سره يو ځای ئې هغه کسان هم نيولي، چي غلا سوو موټرانو ته ئې جعلي اسناد جوړول او موټرانو ته به ئې نوي رنګونه ورکول.
د خبرپاڼي په حواله چي د نیول سوو کسانو سره شاوخوا ۳۰ عرادي موټران، د موټرو اسناد، شاسي نمبرونه او ځیني نور توکي هم نيول سوي دي