د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تېره اوونۍ کي ۶۹۴ د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوالو په پاکستان کي د قانوني اوسېدلو اسناد هم درلودل؛ خو د پاکستان حکومت نيولي او زنداني کړي وو، چي تر ازادېدو وروسته افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د نيولو او افغانستان ته د ايستلو لړۍ ئې چټکه کړې ده، چي له امله ئې هره ورځ زرګونه افغانان د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.