ط…نو د مسکو برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ترورستي عمل بللی دی

د روسیې پلازمیني مسکو په یوه مرکزي سیمه کي د موسیقۍ په یوه تالار کي د ننه خونړی برید د ګڼو هیوادونو تر څنګ ط….نو هم غندلی.
په دغه برید کي د وژل سویو کسانو شمېر تر اوسه ۱۳۳ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.
د ا….ا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي پر کنسرت دا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ترورستي او د ټولو انساني معیارونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
په دغه اعلامیه کي د د…..عش مسولیت اخیستو ته په اشارې ط….نو ویلي د…..عش وسله والو چي له دې مخکي یې هم په افغانستان او سیمه کي ولسي وګړي هدف ګرځولي، یو ځل بیا ثابته کړه چي د استخباراتي سازمانونو په لاس جوړه سوې دا ډله غواړي په داسي بریدونو اسلام بدنام او ټوله سیمه ناارامه کړي.
د ا….ا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز غوښتنه کړې چي د سیمي هیوادونه باید د داسي پیښو د مخنیوي په موخه څرګند دریځ ونیسي، کوټلي، همږغي او جدي ګامونه واخلي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله او‌ ځینو نورو افغان سیاستوالو هم دغه برید غندلی دی.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دغه برید په اړه په خپله وینا کي ویلي‌، په دې پېښه کي ښکېل ټول ۱۱ شکمن وسله وال نیول سوي او هغوی هڅه کول چي اوکرایین ته وتښتي.