ظاهر قدیر د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور نیول سوی

د جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کي د ننګرهار د خلګو استازی ظاهر قدیر د کينيا په نايروبي کي په یوه هوټل کي د دغه هیواد دپولیسو له خوا نیول سوی او امریکا ته ئې سپارلی دئ.
یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي دي، چي هغه د نشه يي توکو او وسلو د کاروبار تورونو له امله تېره اونۍ د کينيا په يو هوټل کي نيول سوی، خو د نايروبي يوې محکمې ئې د جمعې په ورځ امريکا ته د سپارلو هوکړه کړې ده.
امریکايي چارواکو لا تر اوسه د ظاهر قدیر د نیولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د ظاهر قدیر  کورنۍ د هغه نيول کېدل تائيد کړي دي.