عباس ستانکزی وايي، د دیني او عصري زده کړو پیاوړتیا لـپاره پر یـوې طـرحي کـار روان دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له دیني علماوو سره په لیدنه کي ویلي، چي د اسلامي شریعت په اډانه کې د دیني او عصري زده کړو پیاوړتیا لپاره پر یوې طرحي کار روان دی.

بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چي عباس ستانکزي له یو شمېر دیني عالمانو سره په ناسته کي وویل چي دوی د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي.

عباس ستانکزی وایي، د دوی هڅه دا ده، چي ملت بيا د ناخوالو ښکار نه سي، ستونزو ته يې رسیده ګي وسي او په ګډه يو سوکاله، باثباته او په هره برخه کي پر ځان بسيا افغانستان ولري.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له دې وړاندي ویلي وه، چي په افغانستان کي د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاته کېدل ظلم دی.‌