عباس ستانکزی وایي، د ظلم، فشار او استبداد حکومتونه به د سوریې د حکومت په څېر له منځه ځي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، چي د ظلم، فشار او استبداد حکومتونو پایله زوال دی. شیرمحمد ستانکزي ویلي، چي خلک باید د نورو هیوادونو ګدايۍ او لاسنیوي ته اړ نه سي او افغانستان باید له اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي اړخونو پر خپلو پښو ودریږي.

هغه د سې شنبې په ورځ د نوي کابل پروژې د لومړي فاز د عملي کار د پرانېستي مراسمو ته په خبرو کي وویل، چي د زور او ظلم حکومتونه د سوریې د حکومت په څېر چي نیمه پیړۍ واکمن وو، نسکوریږي.

هغه غوښتنه وکړه چي د طالبانو نظام، حکومت او سیستم باید داسي جوړ سي، چي راتلونکی نسل ورباندي وویاړي.

ستانکزی چي ډېر وخت د حکومت د سیاستونو منتقد پاته سوی، وايي، خلک باید د نورو هیوادونو ګدايي ته اړ نه سي او افغانستان باید له اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي اړخونو پر خپلو پښو ودریږي.