عبد السلام ضعيف:پاکستان د غرب د ډالرو او خپل د منفور پوځ د محبوبیت له پاره د افغانستان سره جګړې کوي

په پاکستان کي د طا.لبانو د تېري دورې سفير عبد السلام ضعيف ویلي چي ما یو کال مخکي لا ټولو ته خبر ورکړی و،چي پاکستان همېش د خپل استبدادي نظام د مضبوطولو له پاره د افغانستان سره جګړه کوي.
دهغه په خبره چي په عین حال کي پاکستان په دغه جګړو سره د غرب پام هم ځان ته اړوي چي پاکستان د خطر سره مواجه دئ،تر څو د هغوی د خیراتونو لړۍ ځان ته را ماته کړي.
هغه ویلي چي پاکستان په هر ځل جګړه کولو سره خپل شوم هدفونه لري.
هغه زیاته کړې چي د هغو هدفونو څخه یو لوی هدف دا هم دئ چي د ډیورنډ دواړو غاړو ملتونو په منځ کي نفرت وزېږوي.

هغه ټینګار کړی چي د پاکستان ددغه شومو هدفونو له پاره باید د افغانستان حکومت او ملت دواړه د جنګ د مخنيوي له پاره هڅي وکړي