عثمان توشف د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلي د نوي روزونکي په توګه وټاکل سو

د افغانستان فوټبال فدراسیون په فېسبوک کي په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي توشف نن دوشنبه په کابل کي یو کلن قرارداد وکړ.

دې فدراسیون زیاته کړې چي عثمان توشف د ازبکستان دی او د آسیا د فوټبال تر ټولو لوړ روزنیز سند لري.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخوانی سرروزونکی، اشلي ویسټ‌وډ، د سنبلې په میاشت کي د روزني له دندي څخه استعفا کړې وه.

ده د دې پرېکړي دلیل پر وخت د میاشتنۍ معاش نه ترلاسه کول بلل سوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *