عثمان نوري په یوې پاڼۍ کي د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ

د افغانستان د فرسټ کلاس په روانو سیالیو کي د پامیرلیجینډز لوبډلي پیلیز توپوهونکي عثمان نوري په یوې پاڼۍ کي د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

نن دوشنبه د ننګرهار د شهید نجیب‌الله تره‌کي په لوبغالي کي د ماهيپر ستورو او پامیرلیجنډز لوبډلو ترمنځ د پیل سوي څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبي درېیمه ورځ وه او عثمان نوري پکښي ۳۳۹ منډي وکړې.

دا د فرسټ کلاس په یوه پاڼۍ کي د یوه افغان لوبغاړي لپاره تر ټولو زیاتي منډي دي.

نوموړي په‌‌دې پاڼۍ کي ۵۲۳ توپونه لوبولي دي، ۳۹ څلوریزي او ۲ شپږیزي یې وهلي دي او په ۳۳۹ منډو یې خپله وېکټ له لاسه ورکړې ده.

ښاغلی نوري چي د افغانستان په کرکټ کي نوی او ځوان لوبغاړی دی دا یې درېیمه فرسټ کلاس سیالي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *