د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو ډیپلوماټانو په قاهره کي د یوې غونډي په ترڅ کي د فلسطینیانو هر ډول جبري بې ځایه کول رد کړي دي.
دا غونډه وروسته له هغه سوې چي د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چي مصر او اردن به د غزې بې ځایه سوي کډوال ومني.
فرانس پرس اژانس راپور ورکړی چي د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ، په یوه ګډه اعلامیه کي د فلسطینانو د “مسلم حق څخه هر ډول سرغړونه” رد کړې ده.
دغو لوړپوړو عربي ډیپلوماټانو په دې اعلامیه کي ټینګار کړی چي دوی د جوړجاړي، شړلو، د کورونو ویجاړولو، یو ځای کېدو، بې ځایه کېدو، په بل ځای کي د مېشتېدو لپاره د سیمي تخلیې او له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره هڅوني په ګډون ټولي هغه لاري چاري ردوي چي له امله یې فلسطینیان له خپلي خاوري څخه جلا کېږي.
له دې وړاندي په سیمه کي د متحده ایالاتو دوو متحدینو مصر او اردن هم له فلسطینانو څخه د غزې د تړانګي د پاکولو په اړه د ټرمپ وړاندیز په مکرره توګه رد کړی دی.