د عربلیګ او د اسلامي همکاریو د سازمان مشران پرون په سعودي عربستان کي سره ټول سوي وو.
دوی د سیمي په روانو جګړو په تېره بیا د غزې په کړکېچ باندي تمرکز درلود.
دغو مشرانو په خپله وروستۍ اعلامیه کي پر ټولو هیوادونو ږغ کړی چي، اسراییلو ته د وسلو او مهماتو صادرات بند کړي.
پر غزې د اسراییلو د تازه بریدونو له امله د غزې د هوايي چلند د معلوماتو پر اساس لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل سوي دي.
د غزې په بېلابېلو سیمو کي د تېرو دوو ورځو پرمهال د اسراییلو د هوايي او مځکنو بریدونو له امله ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بل خوا د اسراییلو پوځ وايي چي، ۴ سرتېري یې د غزې د تړانګي په شمال کي وژل سوي دي.
لهدې سره د تېرکال په اکتوبر میاشت کي په غزه کي د اسراییلي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له پیل راهیسي د وژل سویو اسراییلي سرتېرو ټول شمېر ۳۷۶ ته ورسېدی.