عرفات جمال: د پاکستان څخه راغلي کډوالي انجوني د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال اندېښنه ښودلي، چي له پاکستان څخه راستنېدونکي افغان کډوالي انجوني او ښځي د ط…البانو تر واک لاندي افغانستان کي د نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د روانې اپرېل میاشتي په جریان کي شاوخوا ۱۲۰ زره افغان کډوال د پاکستان څخه خپل هیواد ته په جبري توګه راستانه سوي دي.
هغه زیاته کړې، چي په دغو کډوالو کي راستنیدونکي افغاني مېرمني ښايي د افغانستان دننه د ط…البانو د سخت بندیزونو له کبله له زده کړو،‌ کار او سفرونو څخه محرومي پاته سي.  دهغه په خبره چی دافغان میرمن دغه حالت او نامعلوم برخلیک اندېښمن کړی دئ.
هېره دي نه وي، چي د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو ویلي دي، دا چي افغانستان وار دمخه له بشري ناورین سره مخ دئ، د  پاکستان څخه د کډوالو تازه بهیر به په دغه هیواد کي د لوږې او فقر کچه لا نوره ډېره کړي.