عزیزي: افغانستان د جنوبي اسيا بازارونو ته د ترکمنستان لپاره مناسبه لار ده

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نورالدین عزیزي وایي، افغانستان د جنوبي اسيا بازارونو ته د ترکمنستان لپاره مناسبه لار ده چي باید ښه ګټه ځني واخیستل سي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي چي نورالدین عزیزي دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان ترکمن باشي بندر څخه د لیدني پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده چي ترکمن باشي بندر د خزر حوزې هیوادونو سره د افغانستان ټرانزيټ لپاره مهمه لار ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز ویلي، چي افغانستان هم د جنوبي اسیا بازارونو ته د ترکمنستان لار مناسبه بولي او کولای سي په دې سره دواړه هیوادونه خپل اقتصاد او سوداګرۍ ته وده ورکړي.
د هغه په وینا، هڅه کوي چي د هیواد ټرانزیټ سکتور له دغه لاري څخه پوره استفاده وکړي تر څو پر نورو لارو تکیه کمه سي.
افغانستان چي مخکي یې په د صادراتو او وارداتو ډېره تکیه پر پاکستان وه اوس مهال هڅه کوي چي بدیلي ارزانه لاري پيدا کړي.