عطامحمدنور: امريکا دي خپله نه راځي،د ط.الب ضد څهرې دي مسلح کړي

د جمهوریت پر مهال د مزار شریف والي عطامحمد نور د ټرمپ اخرو څرګندونو ته په اشاره ویلي چي که امريکا دافغانانو سره همکاري غواړي نو د ط.الب ضد څهرو ته دي کمک او سلاح ورکړي،خپله دي نه راځي.

هغه زیاته کړې چي له یوې خوا افغانستان د پرديو په اشغال یو پېژندل سوی هیواد دی، او له بلي خوا ط.البان هم د ټولو بدیو او کمیو سربېره پر خپل خاوره معامله نه کوي،او امريکایي پوځ په افغانستان کي نه پرېږدي.

د هغه په خبره که امریکا رشتیا د افغانستان سره مرسته غواړي، نو د ط.لب ضد څهرو ته دي کمک او وسله ورکړي،همدا کار د افغانستان د ایندې له پاره کفایت کوي.