عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی سو

د کرکټ نړیوالي شورا یا آی سي سی وایي، چي عظمت الله عمرزی د ټوپ وهني او توپ اچوني په شمول په ټولو برخو کي د ښو لوبو په خاطر د کال غوره کرکټر اعلانوي.
د کرکټ نړیوالي شورا ویلي، چي عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کي په ښي لاس چټک باولنګ کاوه او په غوره توپ وهني سره یې د افغانستان د لوبډلي په بریالیتوبونو کي مهمه ونډه اخیستې ده.
عمرزي په ۲۰۲۴ کال کي په ۱۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کي ۴۱۷ منډي جوړي کړي او ۱۷ ویکټي یې اخیستي دي.
د عمرزي د بټنګ اوسط څه باندي ۵۲ دی او د ویکټو هغه یې بیا څه باندي ۲۰ یاد سوی په دې معنی چي په هره لوبه کي یې په اوسط ډول یواځي ۲۰ منډي ورکړي.
د کال غوره کرکټر ته د نړۍ په کچه تر ټولو نامتو او تکړه لوبغاړي کاندیدیږي.
په وروستیو کي راشدخان د نړۍ لومړی درجه توپ اچوونکی او محمد نبي د نړۍ لومړی درجه آل راونډر پېژندل سوي وه.