علیزي لوبډلي له بلخي لوبډلي څخه ماته وخوړه

علیزي کرکټ لوبډلي د کندهار انټرکلب سیالیو په ۱۹مه لوبه کي له بلخي کرکټ لوبډلي څخه نن په ۱۴۳ منډو ماته وخوړه.
په دې لوبه کي بلخي لوبډلي د لوبي پچه وګټل او لومړۍ یې د توپوهني پرېکړه وکړه، دې لوبډلي د عبدالوارث ۶۴، سیداحمد ۶۰ او یاسیر اغا ۳۸ منډو په جوړولو علیزي لوبډلي ته ۲۷۵ منډي هدف وټاکی.
علیزي لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کي پاته راغله، دې لوبډلي د رحمت میوندي ۴۹ منډو په جوړولو په ۳۸م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډي جوړي کړې او د بلخي لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي سید احمد قریشي څلور او فضل احمد، یاسیر اغا او تواب بارک دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
علیزي لوبډلي په مخکنۍ لوبه کي هم له روښان لوبډلي څخه د ۸۰ منډو په توپیر ماته خوړلې وه.