د پخواني افغان پوځ لوی درستیز هبتالله علیزي په خپل تازه مرکه کي ويلي دي، چي ط..البان د تېر جمهوري نظام سرتېري د مقاومت د جبهې او يا نورو ډلو په نومونو نيسي او په زندان کي ئې اچوي.
د عليزي په خبره چي ط..البان دغه پخواني سرتېري په زندانونو کي شکنجه کوي او د دغو زندانيانو هيڅ ډول معلومات د هغوی د کورنۍ او نورو بشري سازمانونو سره نه شريکوي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي د کندهار، هلمند، غزني، ننګرهار، کونړ او شمالي ولایتونو په زندانونو کي په سلګونو د پخواني نظام سرتېري بنديان او د تورو پنجرو تر شا د ژوند شپې او ورځي سبا کوي.
ښاغلي عليزي اندېښنه ښودلې چي ط..البان هره ورځ دپخواني سرتېري په پټه شکنجه کوي او یا ئې وژني.
نوموړي دغه راز د ایران او پاکستان څخه د پخوانیو افغان سرتېرو پر ايستلو هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چي دغه کسان افغانستان ته د راتګ پر مهال د نیول کېدو یا زنداني کېدو د خطر سره لاس او ګرېوان دي.
هغه د يادي مرکې پر مهال د ولسي خلګو پاڅون ته په اشاره ويلي دي، چي ولس ط..البانو ته مشروعيت نه ورکوي، ځکه خو د يادي ډلي په مقابل کي پاڅون کوي.
هغه د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په خبره ئې که روان حالات همداسي دوام وکړي افغانستان به د لوی ناورين سره مخ سي.