عمران خان: پاکستان کي د تروریزم ستونزه افغانستان سره له خبرو پرته نه حل کېږي

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران چي اوس مهال په زندان کي شپې ورځي سبا کوي ویلي، چي پاکستان کي د تروریزم ستونزه افغانستان سره له خبرو پرته نه حل کېږي.
هغه په خبرو کي له کابل سره د خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنداپور له وړاندیز ملاتړ کړی دی او له پاکستاني حکومته یې غوښتي چي د خبرو لپاره یې ملاتړ وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د پنج شنبې په ورځ د هغه پر طرحه سخته نیوکه وکړه او دا کار یې پر فدرالي دولت مستقیم برید یاد کړ.
عمران زیاته کړې چي په زیات شمېر سرتېري یواځي په خیبرپښتونخوا کي له تروریزم سره د مبارزې قرباني دي او په خبره یې که تروریزم مهار نه سي نو اقتصاد به په ټپه ودرېږي.
عمران د پاکستان له حکومته وغوښتل هرهغه څوک چي د تروریزم د ګواښ د له منځه وړلو هڅه کوي مرسته دي ورسره وکړي.