په کندهار کي د پاکستان پخوانی کونسل عمرخان شېرزي په خپلو څرګندونو کي ويلي دي، چي د پاکستان دولت دوه ځله د ط..البان په افغانستان کي واک ته رسولي دي؛ خو دغي ډلي د پاکستان ټول ښه هېر کړي او اوس د پرديو هيوادونو په مرسته په پاکستان کي د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
هغه ويلي، چي ط..البان د هند، اسرائیلو او روسيې په اشاره په پاکستان کي ترهګريز فعاليتونه کوي.
شېرزي ويلي، چي افغان ط..البان د پاکستان ط..البانو تحریک ملاتړ کوي او په پاکستان کي په بریدونو کي خپل جنګيالي هم ورسره یو ځای کوي او په پاکستان کي ئې دجګړې اور تازه کړی دئ.
بايد وويل سي، چي افغان ط..البانو بيا هر وخت د پاکستان د چارواکو دغه ادعاوي رد کړي او هغه ئې بې اساسه بللي دي.