عمرزي د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کي لومړی مقام خپل کړی

د کرکټ نړیوالي شورا له خوا د ملي لوبډلي پياوړی او تکړه الراونډر عظمت‌الله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کي لومړی مقام خپل کړی.
د کرکټ نړیوالي شورا په الراونډرانو کي د یو ورځنیو لوبو تازه درجه بندي اعلان کړې ده.
عمرزی د اتلانو په جام کي د سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا پر وړاندي غوره وځلېدی، په توپ وهني او توپ اچوني کي یې د افغانستان لپاره نیمه سلیزي او لوبغاړي وسوځول، چي د نړیوالو پام یې هم ځانته واړاوه.
دا په داسي حال کي ده چي د کرکټ نړیوالي شورا له خوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي الروندر لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۴کال د غوره الراونډر لوبغاړي په توګه ټاکل سوی وه.
عمرزی په ۲۰۲۴ کال کي د خپلو ښو لوبو له امله د کال غوره لوبغاړی ټاکل سوی وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *